ډېر لوستل شوي

امریکا او ایران یو پر بل تازه بريدونه کړي دي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر هغو څرګندونو وروسته چې ویلي و، تهران ”د جګړې پای ته رسولو لپاره د هوکړې په کولو کې ډېر وخت واخیست؛” پر ایران تازه بریدونه کړي دي.

سېنټکام ویلي، دغه بریدونه یې د “ځان‌ د دفاع” په موخه ترسره کړي دي.

امریکايي پوځی چارواکو زیاته کړې: ”دا بریدونه د ایران د بې ‌دلیله او پرلپسې یرغل په ځواب کې ترسره شوي دي.”

په ورته مهال ایران منلې چې د دغه هېواد په بندر عباس او ځینو نورو ښارونو بريدونه شوي دي.

د ایران فارس خبري اژانس خبر ورکړی چې ایراني پوځ په ځوابي بریدونو کې هرمز تنګي ته څېرمه پر امریکایي کښتیو، په کویت او بحرین کې یې د دغه هېواد پر پوځي اډو بريدونه کړي دي.

سرچینې لیکلي، دغه راز د هرمز تنګی یې د هر ډول کښتیو د تګ راتګ پر مخ تړلی دی.

اړوند خبرونه