ډېر لوستل شوي

کاناډا له ۱۶ کلونو کم عمره کسانو لپاره پر ټولنیزو شبکو د محدودیت طرحه وړاندې کړې

د کاناډا حکومت د ډیجیټلي خوندیتوب نوې طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې کاروونکي اړ وي تر دې ثابته کړي چې لږ تر لږه ۱۶ کلن دي، څو وکولای شي د فېسبوک، ټېک‌ټاک او انسټاګرام په څېر ټولنیزو شبکو ته لاس‌رسی ومومي.

د دې طرحې له مخې به د «کاناډا د ډیجیټلي خوندیتوب کمېسیون» په نوم یوه نوې اداره رامنځته شي چې د یادو مقرراتو د پلي‌کېدو او څارنې مسوولیت به ولري.

نیویارک ټایمز د چارواکو په حواله وایلي، د دې اقدام هدف د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ساتنه، د انلاین زیانونو مخنیوی او د ټولنیزو شبکو د کارونې لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول دي.

که دا طرحه تصویب شي، کاناډا به د هغو هېوادونو له ډلې څخه شي چې د کم عمره کسانو لپاره پر ټولنیزو رسنیو د لاس‌رسي سخت قوانین عملي کوي.

اړوند خبرونه