د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس ویلي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ځینو مهمو موضوعاتو کې «یقیناً تېروتنې کړې دي»، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا او اسراییلو ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې لا هم پیاوړې دي.
وینس په خپلو څرګندونو کې ویلي، واشنګټن د اسراییلو د امنیت ملاتړ ته ژمن دی، خو دا مانا نه لري چې د اسراییلي حکومت له ټولو پرېکړو سره به تل موافق وي.
هغه زیاته کړې چې امریکا د سیمې د کړکېچ د کمېدو او د اوږدمهاله ثبات لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي او له ټولو لوریو غواړي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.
د وینس دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د غزې جګړې او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د اسراییلو پر تګلارو نړیوالې نیوکې دوام لري.

