عراق کې د امریکا سفارت چارواکو له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره دې له یاد هېواد څخه ووځي او په اردن کې یې ورته ویلي چې خوندي ځایونو ته پناه يوسي.
بغداد کې د امریکا سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د سیمې د وروستیو تحولاتو له امله، په عراق کې امریکايي وګړو ته سپارښتنه کېږي چې د هوښیارۍ او احتیاط لوړه کچه وساتي او په دوامداره توګه سیمهییزې خبري سرچینې وڅاري. د سفرونو ګډوډي یا د هوايي حریم ناڅاپي تړل کېدل ښايي له مخکنۍ خبرتیا پرته رامنځته شي.»
سفارت زیاته کړې، سره له دې چې د ځینو کارکوونکو لپاره د اجباري وتلو تدابیر عملي شوي، خو د امریکا سفارت به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي څو په عراق کې امریکايي وګړو ته لازمې مرستې وړاندې کړي. دغه راز، راپورونه ښيي چې په اردن کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې يا پهخپلو استوګنځایونو کې پاتې شي او يا هم خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

