د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د دونېڅک په ختیځه سیمه کې د روزکیشنه کلی نیولی دی.
روسي رسنیو همدارنګه د خارکیف په سیمه کې د اوخریمیکا ښارګوټی د نیونې خبر هم ورکړی.
بل لور ته، اوکراین تر اوسه د یادو سیمو په اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکراین چارواکو ویلي چې روسي ځواکونو د اوخریمیکا په شاوخوا کې د بریدونو کېدل منلي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې روسیې له اوکراین ځواکونو ډېرې ځمکې نیولي او مخالف ځواکونه یې پر شا تمبولي دي.

