د ټکنالوژۍ مشهور سوداګر او د «سپېس اېکس» او «ټېسلا» مشر ایلان ماسک د نړۍ د لومړي ټریلیونر کېدو په درشل کې ځای لري.
الجزيرې راپور ورکړی چې ماسک له دې وړاندې د شاوخوا ۶۹۶ میلیارده ډالرو شتمنۍ په لرلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس و، خو په سپېس اېکس کې د هغه ۴۲ سلنه ونډه ښايي د نوموړي ټوله شتمني له یو ټریلیون ډالرو واړوي.
ويلکېږي، سپېس اېکس ۵۵۵.۶ میلیونه ونډې په هره ونډه ۱۳۵ ډالرو پلوري او د ایلان ماسک د ونډې ارزښت د ۷۴۳ او ۸۶۶.۵ میلیارده ډالرو ترمنځ اټکل شوی دی.
که د ونډو بازار کې د شرکت فعالیت د تمې مطابق پر مخ ولاړ شي، ایلان ماسک به د نړۍ په تاریخ کې لومړنی کس شي چې شتمني یې یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي.

