ډېر لوستل شوي

د امریکا او وینزویلا په ګډو عملیاتو کې د «ټرین دي اراګوا» مشر وژل شوی

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا او وینزویلا ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د «ټرین دي اراګوا» په نوم د وینزویلا د یوې پراخې جرمي شبکې مشر «نینو ګوریرو» وژل شوی دی.

د «سي‌اېن‌اېن» راپور له مخې، عملیات د وینزویلا په بولیوار ایالت کې ترسره شوي او د وینزویلا حکومت هم د نوموړي د وژل کېدو پخلی کړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې نینو ګوریرو د نشه‌یي توکو قاچاق، انسان تښتونې، باج اخیستنې او نورو سازمان‌یافته جرمونو په تور تعقیبېده او د نیولو لپاره یې پنځه میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه.

«ټرین دي اراګوا» په اصل کې د وینزویلا له توکورون زندان څخه راپیل شوې جرمي ډله ده چې وروسته یې فعالیتونه د لاتینې امریکا ګڼو هېوادونو او ځینو نورو سیمو ته وغځېدل.

اړوند خبرونه