ډېر لوستل شوي

کارپوهان: د امریکا د ټولنیز خوندیتوب پروکرام له مالي ستونزو سره مخ دی

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د امریکا د ټولنیز خوندیتوب (Social Security) پروګرام له مالي ستونزو سره مخ دی او که اصلاحات ونه شي، ښايي په راتلونکو کلونو کې د میلیونونو مستحقینو مرستې کمې شي.

د راپورونو له مخې، د یاد پروګرام د تقاعد صندوق ښايي تر ۲۰۳۲ کال پورې له مالي کمښت سره مخ شي چې له امله یې د مستحقینو میاشتني امتیازات شاوخوا ۲۲ سلنه راکمېدلی شي.

خو اقتصادي کارپوهان وایي چې دا ستونزه لا هم د حل وړ ده او کانګرس کولی شي د مالیاتي اصلاحاتو، د عوایدو زیاتولو او یا هم د پروګرام په جوړښت کې د بدلونونو له لارې د مالي کمښت مخه ونیسي.

«سي‌بي‌اېس» نیوز د کارپوهانو په حواله په خپل راپور کې زیاته کړې، د نفوسو زړښت، د زیږون کچې ټیټېدل او د کارکوونکو د شمېر کمېدل هغه عوامل دي چې د ټولنیز خوندیتوب پر مالي وضعیت یې فشار زیات کړی دی.

سره له دې، شنونکي باور لري چې د وخت پر مهال سیاسي پرېکړې او اصلاحات کولی شي د دې پروګرام دوام یقیني کړي او د میلیونونو امریکایانو د تقاعد او ټولنیزو امتیازاتو خوندیتوب وساتي.

اړوند خبرونه