ډېر لوستل شوي

د تهران او تل‌ابیب ناندرۍ؛ “د اسراییلو تګلاره د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ ده”

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله اېکس‌پاڼه د اسراییلو د ملي امنیت د وزیر وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

عراقچي ویلي چې دا یوازې د یوه عادي او توندلاري شخص شخصي نظر نه، بلکې د اسراییلو د رژیم د ملي امنیت د وزیر رسمي او عامه دریځ دی.

نوموړي ادعا کړې چې د تل‌ابیب اوسنی سیاست د دایمي جګړې پر محور ولاړ دی او د سیمې او نړۍ ثبات ته ګواښ پېښوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز اسراییلي حکومت د جګړو او شخړو د پراخولو په هڅو تورن کړی او ویلي یې دي چې د دغو تګلارو پایلې به د سیمې پر امنیت اغېز وکړي.

اړوند خبرونه