رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو اترو لپاره سویس ته روان شوي دي.
همدارنګه، اسراییل او حزبالله تېره ورځ (جمعه) په لبنان کې پر اوربند سلا شوي، په داسې حال کې چې پر لبنان د اسراييلو بريدونو د امریکا او ایران پر مهمو خبرو سیوری غوړولی و. د يادو خبرو بریا د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو او د نړیوالو تېلو بازارونو د ثبات لپاره مهمه ګام بلل کېږي.

