د رياستالوزرا د مقام عمومي رييس ډاکټر عبدالواسع په ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال او د اقتصادي وزير سيريک ژومانګارين له راتګه هرکلی کړی دی.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې له نوموړي سره به رييسالوزر ملا محمد حسن اخوند او د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند هم په جلا جلا ليدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.
د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي دا سفر د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په لړ کې مهم بلل کېږي.

