د ایران یو لوړپوړی پلاوی د دې هېواد د پارلمان د رييس محمدباقر قالیباف په مشرۍ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو لپاره سویس ته رسېدلی دی.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې ایراني او امریکايي لوري د روانو کړکېچونو او د سولې اړوند مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
تر دې وړاندې یو امریکايي پلاوی هم د همدې خبرو لپاره سویس ته تللی. د سویس په کوربهتوب د دواړو لوریو ترمنځ د مذاکراتو دا پړاو په اصل کې د تېرې جمعې په ورځ ټاکل شوی و، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله وځنډېد.

