د بريټانیا لومړي وزیر او د کارګر ګوند مشر کېیر سټارمر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
سټارمر د استعفا له اعلان مخکې ویلي، کله چې ده د کارګر ګوند مشري په غاړه واخیسته، دا ګوند له سیاسي، اقتصادي او د عامه باور له پلوه له سختو ستونزو سره مخ و.
نوموړي زیاته کړې، که څه هم ځینو کسانو کارګر ګوند پای ته رسېدلی باله، خو دوی وکولای شول چې بېرته د اقتصاد، دفاع او ملي امنیت په برخو کې د خلکو باور ترلاسه کړي.
کېیر سټارمر د ۲۰۲۴ کال د جولای په ټاکنو کې د کارګر ګوند له بریا وروسته د بريټانیا د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و.

