ډېر لوستل شوي

ټرمپ: که ایران هوکړې ته ژمن پاتې نه شي، لازم اقدام به وکړو

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران له شوې هوکړې سرغړونه وکړي او خپلو ژمنو ته وفادار پاتې نه شي، امریکا به لازم اقدام وکړي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې ایران به د هوکړې له مخې له ازادو شویو مالي سرچینو څخه د امریکا خوراکي توکي وپېري.

خو د ایران د مرکزي بانک رییس عبدالناصر همتي د ټرمپ دا څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې ایران د هوکړې له مخې له امریکا څخه د توکو پېرلو ته مکلف نه دی.

د هغه په وینا، ایران کولای شي له ازادو شویو پیسو څخه هغه توکي هم وپېري چې نړیوال بندیزونه پرې نه وي لګېدلي.

اړوند خبرونه