د امریکايي ټلوېزیون د مشهوري ویاندې ساوانا ګوتري د مور، نانسي ګوتري له تښتونې وروسته اوس رسنیو ته په استول شوي لیک کې د هغې د مړینې ادعا شوې ده.
«سياېناېن» د قانون پلي کوونکو ادارو د څو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا لیک د هغو کسانو له لوري استول شوی چې د نانسي ګوتري په تښتونه کې ښکېل بلل کېږي.
تر دې وړاندې تښتوونکو په بل لیک کې د میلیونونو ډالرو تاوان غوښتنه کړې وه. څېړونکي باور لري چې دواړه لیکونه د تښتوونکو له لوري استول شوي او معتبر بلل کېږي.
مسوولینو د پېښې په اړه پلټنې روانې ساتلې دي، خو تر اوسه د نانسي ګوتري د برخلیک په اړه وروستۍ او رسمي پایله نه ده اعلان شوې.
نانسي ګوتري د نامعلومو کسانو له لوري د امریکا د اریزونا ایالت د ټوسان ښار ته نږدې له خپل کور څخه تښتول شوې وه.

