ډېر لوستل شوي

ایران او امریکا د راتلونکو مذاکراتو پر میکانېزم هوکړې ته رسېدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ایران د تخنیکي مذاکراتي پلاوي مشر کاظم غریب‌آبادي ویلي چې له امریکا سره د راتلونکو خبرو اترو د څرنګوالي او اجرایي میکانېزمونو په اړه اړینې هوکړې شوې دي.
ايسنا خبري اژانس د غريب‌آبادي په حواله ويلي، په سویس کې له شویو تخنیکي خبرو وروسته پرېکړه شوې چې راتلونکې مذاکرات به د لوړې کچې کمېټې تر څار لاندې کېږي او پکې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د پارلمان رييس، د امریکا د ولسمشر لومړی مرستیال او د پاکستان او قطر لومړي وزیران ګډون ولري.
غریب‌آبادي زیاته کړې چې د بندیزونو د پای ته رسولو، اټومي موضوع، بیارغونې او اقتصادي پراختیا، او همدارنګه د څار او پلي‌کېدو په برخو کې څلور کاري ډلې جوړېږي.
هغه ویلي، د تخنیکي خبرو په ترڅ کې د ایران د نفتو، پټرولیمي محصولاتو او اړوندو خدمتونو د پلور لپاره د عمومي جواز پر صادرېدو هم هوکړه شوې او امریکايي لوري دغه جواز خپور کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همداراز څرګنده کړې چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو په اړه لاسلیک شوې هوکړه چې ټولیز ارزښت یې ۱۲ میلیارده ډالره دی، عملي پړاو ته داخلېږي.

اړوند خبرونه