د ملګرو ملتونو د څېړنې کمېسیون په تازه راپور کې ویلي، اسراییل لا هم فلسطیني ماشومان په قصدي ډول په نښه کوي؛ هغه کړنې چې د یاد بنسټ په وینا په غزه کې د نسلوژنې، جګړهییزو جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو مصداق ګڼل کېږي.
راپور ښيي، د غزې جګړې له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پیل شوې، شاوخوا ۳۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو کمېسیون خبرداری ورکړی چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې پر مرکزونو او زېږنتونونو بریدونو د فلسطینیانو د راتلونکو نسلونو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د راپور له مخې، دغو بریدونو د سقط جنین پېښې زیاتې کړې، د مورزادي نیمګړتیاوو کچه یې لوړه کړې او د ماشومانو او میندو لپاره یې اوږدمهاله روغتیايي ستونزې رامنځته کړې دي.

