ډېر لوستل شوي

وينزویلا کې د غبرګو زلزلو د قربانیانو شمېر ۹۲۰ ته ورسېد؛ د ژغورنې عملیات دوام لري

د وينزویلا حکومتي چارواکو ویلي چې د ياد هېواد په شمال کې د دوو پرله‌پسې زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۲۰ تنو ته رسېدلی او ۳ زره ۳۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې لا هم د کنډوالو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.

د راپورونو له مخې، زلزلو د پلازمېنې کاراکاس په ګډون لسګونه ودانۍ نړولې او ټپیانو ته په لنډمهالو روغتیايي مرکزونو کې درملنه ورکول کېږي. ژغورونکو تر اوسه یوه ښځه له کنډوالو ژوندۍ راایستلې، خو لا هم د ګڼو بند پاتې کسانو د ژغورلو هڅې دوام لري.

د امریکا د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، لومړۍ زلزله د رېښتر په کچه ۷.۲ او څو شېبې وروسته دویمه زلزله د ۷.۵ درجې شدت درلود. تر دې مخکې د ياد هېواد سرپرستې ولسمشرې بېړنی حالت اعلان کړی و، او د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو د مرستو ژمنه کړې ده. واشنګټن ویلي، د لټون او ژغورنې عملیاتو د ملاتړ لپاره به بېړۍ، الوتکې او مرستندویه ډلې واستوي.

اړوند خبرونه