د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکایي پوځ یو ځل بیا په ایران کې د توغندیو مرکزونه، د پوځي څارنې تاسیسات، مخابراتي سیسټمونه، د هوايي دفاع او بېپیلوټه الوتکو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به خپل عملیات بشپړ کړي او د هغه په وینا، “خپل کار به پایته ورسوي.”
هغه زیاته کړې، کېدای شي داسې وخت راشي چې نور د زغم توان پاتې نه شي او امریکا اړ شي هغه پوځي عملیات چې پیل کړي، تر پایه ورسوي. ټرمپ ادعا کړې، که داسې وشي، ایران به له سختو پایلو سره مخ شي.

