ډېر لوستل شوي

ایران پر امریکايي اډو توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي

د ایران سپاه پاسدارانو خبر ورکړی چې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې په کوېټ کې د امریکا د «علي السالم» هوايي اډه او د بحرین په بندر سلمان کې د امریکا د سمندري ځواکونو مرکز د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.
ايراني رسنیو د سپاه له قوله ویلي، دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې امریکا د ایران پر پنځو ساحلي سیمو هوايي بریدونه وکړل.
بل‌خوا، یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، د ایران په بریدونو کې امریکايي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې او د امریکا تاسیساتو ته هم د پام وړ زیان نه دی رسېدلی.
د دغو متقابلو بریدونو له امله په خلیج فارس کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو او د نړیوالو سمندري لارو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه