د استرالیا حکومت يو ځل بيا ويلي، د ټکنالوژۍ هغه شرکتونه چې له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د ټولنیزو رسنیو د کارونې بندیز په سمه توګه پلي نهکړي، له سختو مالي جریمو سره به مخ شي.
د استرالیا حکومت وايي، د قانون د «سیستماتیکې سرغړونې» پر مهال به اعظمي جریمه له ۴۹.۵ میلیونه استرالیایي ډالرو څخه ۹۹ میلیونه استرالیایي ډالرو ته لوړه شي.
د ياد حکومت په وینا، د انټرنېټ د خوندیتوب د څار ادارې واکونه هم پراخېږي، څو وکولای شي له ټولنیزو رسنیو شرکتونو څخه د هغو اقداماتو اسناد او شواهد وغواړي چې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د حسابونو د مخنیوي لپاره یې ترسره کړي دي.
دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې وروستیو څېړنو وښودله، سره له دې چې د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو بندیز نافذ شوی، لا هم ډېری تنکي ځوانان دغه پلاټفورمونه کاروي.
د استرالیا حکومت همداراز ویلي، د فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، سنیپچېټ او ټیکټاک په ګډون د څو مشهورو ټولنیزو رسنیو د احتمالي سرغړونو په اړه پلټنې روانې دي.

