ډېر لوستل شوي

شهزاده صافي د شانګهای سازمان سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ

د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي، شهزاده صافي د شانګهای سازمان آسیایي سیالیو کې د ۵۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د قزاقستان او هانګ کانګ سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډال خپل کړی دی.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وايي، ټاکل شوې چې نوموړی نن د سرو زرو مډال د ګټلو لپاره له چینایي سیال سره وروستۍ سیالي وکړي.

د شانګهای سازمان آسیایي سیالۍ د چین په کوربه‌توب د ۱۸ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۶مه پیل شوې او تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان له لوري په دغو سیالیو کې شپږ ووشو ورزشکاران برخه لري.

اړوند خبرونه