ډېر لوستل شوي

اسراییلي پوځ په غزه کې له ۲۱ زرو زیات فلسطیني ماشومان شهیدان کړي

د فلسطین په اشغالي سیمو کې د بشري حقونو سازمان «بتسیلم» په خپل تازه راپور کې ویلي چې اسراییلي پوځ د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې په غزه کې له ۲۱ زرو زیات فلسطیني ماشومان شهیدان کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په همدې موده کې یوازې په لویدیځه غاړه کې هم ۲۳۵ ماشومان او تنکي ځوانان د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې شهیدان شوي دي.

«بتسیلم» زیاته کړې چې د دغو پېښو په تړاو تر اوسه هېڅ اسراییلی سرتېری نه دی محاکمه شوی، او د حساب‌ورکونې نشتون د بې‌ګناه ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د دوام او زیاتېدو لامل شوی دی.

اړوند خبرونه