د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي وایي چې په دوحه کې د تهران او واشنګټن د پلاویو ترمنځ د هر ډول غونډې ادعا ناسمه ده او داسې کومه لیدنه نه ده پلان شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، امریکایي مرکچي پلاوی به د سېشنبې په ورځ په دوحه کې له ایراني پلاوي سره وګوري.
بقایي ټینګار کړی چې ایرانی پلاوی یوازې له امریکا سره د شوې هوکړې د عملي کېدو د څارنې لپاره دوحې ته سفر کوي او له امریکایي پلاوي سره به هېڅ رسمي غونډه ونهلري.

