د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له پاکستانه غوښتي چې د روانو کړکېچونو د حل لپاره ډیپلوماټیکو لارو ته مخه کړي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه د انتونیو ګوتېرش د هغې غوښتنې هرکلی کړی چې افغانستان او پاکستان یې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د اختلافاتو ډیپلوماټیک حل لوري ته رابللي دي.
نوموړي ویلي، افغانستان څو ځله اعلان کړی چې د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماسي غوره ده او د کړکېچ د کمولو لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه هم کړي دي.
خلیلزاد په پای کې پوښتنه کړې: “ایا پاکستان به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي که نه؟” د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زیاته کړې چې هیله لري دا کار وشي، خو په وینا یې، په دې اړه ډېر خوشبین نه دی.

