ډېر لوستل شوي

“بهرني پانګوال دې د جګړې پر ځای د افغانستان د کانونو او صنعت په برخه کې پانګونه وکړي”

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د «صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې مراسمو کې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو، صنعت او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، هغه هېوادونه چې پخوا یې په افغانستان کې پر جګړې پانګونه کوله، اوس دې د هېواد د اقتصادي ودې، په ځانګړي ډول د کانونو او صنعت په برخه کې پانګونې ته مخه کړي.

اداري مرستيال زیاته کړې چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، د تاوتریخوالي او ناامنۍ لمن ټوله شوې او د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کوکنارو د کښت له بندېدو وروسته له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي حنفي همداراز زياته کړې اسلامي امارت د صنعتکارانو او پانګوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه په پای کې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې خپلې ستونزې د خبرو او ډیالوګ له لارې حل کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته د ګواښ او زیان رسېدو اجازه ور نه کړل شي.

اړوند خبرونه