ډېر لوستل شوي

د سوډان کورنۍ جګړې ته کتنه

د سوډان کورنۍ جګړه د تېر۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د حکومتي پوځيانو او د چټک ملاتړ ځواکونو/نیمه نظامي ځواک ترمنځ پیل شوه، خو یوه یادونه اړینه ده چې سوډان په خپل تېر کې تر دې ډېرې او ځپونکي کورنۍ جګړې تر شا پرېښي دي.

د سوډان کورنۍ جګړه یوه له تباه کوونکو جګړو څخه ده چې دا دی یو کال ترې تېریږي خو لا یې هم د پای ته رسېدلو کوم څرک نشته. د بشري مرستو رسونکي سازمانونه وایي چې په سوډان کې بشري کړکېچ د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې بتریږي او هلته په هرو دوو سوډانیانو کې یې یو تن د خوړو له سخت کمښت سره مخ دی. بل پلو، د خوراکي او سون توکو بیې خورا لوړې شوي، بې وسه وګړي د دغو توکو د پېرېدلو وس نه لري او د جګړې له کبله بشري مرسته رسونکي سازمانونه زیانمنو ته خپلې مرستې نه شي رسولی. د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولین وایي چې هلته، بشري وضعیت کړکېچن دی او دوی یوازې لسو سلنو اړمنو خلکو ته لاسرسی لرلی شي. دوی له اغېزمنو هیوادونو او بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره دې په دې هیواد کې دایمي اوربند تامین شي.

ددې جګړې په پیل سره د اسلامي امارت په ګډون، امریکا، فرانسې، بریتانیې او نورو هیوادونو له هغه ځایه خپل اتباع راوویستل او همداشان یې ډیپلوماټیک چوپړونه هم پای ته ورسول. دغې جګړې تر دې مهاله شاوخوا ۲۰ زره تنه وژلي او همداشان یې شاوخوا یو میلیون نور کډوالۍ ته اړ کړي دي.

ددغې جګړې تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان او ښځې دي. د یونیسف د شمېرنو له مخې لس زره ماشومان لا هم په جګړه ییزو سیمو کې پاتې دي او څلور میلیونه له خورا بدې خوارځواکۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي. بې پولې ډاکټران وایي چې موقتو مېشتغالو کې په هرو دوو ماشومانو کې یې یو مري. د دوی په قول، هلته حفظ الصحه نه مراعتیږي، خواړه پر وخت نه رسیږي او ناروغۍ په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دي.

که څه هم دا جګړه د واک د وېش پر سر رامنځته شوې، خو که نړیواله ټولنه او بانفوذه هیوادونه له زړه وغواړي، د دواړو ښکېلو لورو ترمنځ سیاسي جوړجاړی کولی شي. تر دې دمخه امریکا او  د سعودي په منځګړیتوب موقت اوربندونه وشول خو چندان پایله یې نه درلوده. له دغې خونړۍ جګړې یوکال تېرېږي، خو پر فلسطین د صهیونستانو د حملې، د اوکراین جګړې او نورو له دغه جنګه د نړیوالو او عوامو مخ اړولی دی. که پر وخت  ددې جګړې مخه ونه نیول شي، نو اغېزې یې د نړۍ تر لروبر پورې رسېدلی شي.

اړوند خبرونه