کابل کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د رئیسانو په کچه د سیاسي مشاورت دویمه دوره ترسره شوه.
د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس او د روسیې د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دویمې ادارې رئیس پر غاړه درلوده.
د غونډې پر مهال دواړو لوریو د افغانستان او ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي تحولاتو، سیمهییز ثبات او امنیت، او نورو ګډو ګټو پورې اړوندو موضوعاتو د نظرونو تبادله وکړه.
دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو په برخو کې د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د همکاریو، سیمهییز اتصال، د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو اړوند موضوعاتو او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم بحث وشو. دواړو پلاویو د دغو برخو د همغږۍ او منظم سیاسي تفاهم پر دوام هوکړه کړې.
د غونډې ګډونوالو دغه سیاسي مشاورتونه د افغانستان او روسیې ترمنځ د متقابلو اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا بهیر به په منظم ډول دوام ومومي. دواړو لوریو همداراز پرېکړه وکړه چې د سیاسي مشاورت درېیمه دوره به د دوه اړخیزې همغږۍ له مخې په مسکو کې ترسره شي.

