په دې وروستیو کې د اسراییلو، امریکا، فرانسې، بریتانیې او نورو اروپایي هیوادونو ترمنځ کړکېچ نه منونکي پړاو ته داخل شوی و. وړاندې فکر کېده چې دا به هرڅه ډراماتیک پلان شوي وي، خو داسې نه وه. محدودې ورځې وړاندې واشنګټن له اسراییلو په ځغرده وغوښتل چې پر ملکیانو، د بشري مرستو پر رسونکو، بې پولو خبریالانو، ډاکټرانو او نورو بې ګناه انسانانو برید ونه کړي او ژر تر ژر دې له ځپونکي عملیاتو لاس ونیسي. د واشنګټن دغه غوښتنه په دې بنیاد نه وه چې ګوندې دوی دې د فلسطینیانو ټول وژنې په زړونو د رحم اوبه تویې کړي وي؛ بلکې دوی له نړیوالې رسوایۍ سره مخ شول.
صهیونستو ځواکونو د خوړو نړیوال مرسته رسونکي سازمان کارکوونکي په نښه کړل او قصدا یې بمبار کړل. دوی تر دې دمخه هم په لسګونو بې پرې خبریالان، بې پولې روغتیاپالان، د خیریه بنسټونو کارکوونکي او نور بې رحمانه قتل کړي وو. مانا اسراییل په ریښتیني مانا په دې وروستیو کې له نړیوالې انزوا سره مخ و او فکر کېده چې دغه هیواد سره به نور نړیوال مرسته ونه کړي.
بایډن په پرېکنده ډول، غاصب صهیونستي رژیم ته ګوتځنډنه کړې چې باید د ملکي وګړو او د مرستندویه ارګانونو د کارکوونکو ژوند ته پام وشي. بایډن ګواښ کړی چې که تل ابیب یې پر غوښتنو غوږ ونه ګروي، واشنګټن به یې پر وړاندې خپله تګلاره تغییر کړي.
له دې ورهاخوا فرانسې هم پر اسراییلو نیوکې کړې وې او د مرستو د ځنډولو اعلان یې کړی و. بریتانیې هم له اسراییلو سره د اړیکو ترینګلتیا ښودلې وه. خو اوس چې تهران د سلګونو جنګي- ځانمرګو الوتکو، سلګونو بالسټیک، کروز او نورو وسلو په مټ پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ؛ نو بیا یې د خفه شویو هیوادونو پام ورواوښت.
د ایران انقلابي ګارډ خبر ورکړی و چې برید یې هدفمن و. ویل کیږي چې تهران د صهیونستي پوځ څو اډې په نښه کړي او څو توغندي یې په هوایي ډګرونو هم لګېدلي دي. که څه هم اسراییل په دغه برید کې ځاني زیان کم ښیي، خو په هغو ویډیوګانو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوي، اسراییلیان ترهېدلي ښکاري او یو خوا بل خوا ځغلي. اسراییل په دغه برید کې د ۳۱ تنو برسېرن ټپي کېدل مني خو ایران وایي چې تر ۱۰۰ ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تهران وایي چې دا بریدونه یې د اسراییلو له خوا دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې کړي دي. په یاد برید کې چې په روانه اپرېل میاشت کې وشو، د سپاه پاسداران ۷ لوړپوړي پوځي چارواکي ووژل شول.
بل خوا اردن ته ایران خبرداری ورکړی چې اسراییلو سره له کومک ډډه وکړي. ایران اردن ته په داسې حال کې خبرداری ورکوي، چې وړمه شپه اردن د تهران هغه ډرون الوتکې او توغندي خنثی کړل چې اسراییلي ښارونه پرې په نښه کېدل. ویل کیږي چې دغه ډرون او جنګي الوتکې د اردن د باچا د لور په پیلوټۍ راغوځېدلي دي.
تهران ویلي چې سیمه کې یې د امریکا کومه اډه نه ده په نښه کړې او له دغه هیواده غواړي چې مداخله
ونه کړي. تهران وایي چې که امریکا مداخله وکړه نو دوی به یې په سیمه کې شته پوځي اډې په نښه کړي.
د ایران رسمي خبري اژانس ویلي، چې د اسرائیلو النقب هوايي اډه یې په خیبر توغندیو ویشتلې، ایران ادعا کړې چې یاده اډه په سوریې کې د ایران کونسلګرۍ برید پرمهال کارېدلې وه.
واشنګټن ښکاره ویلي چې دوی به اسراییلو سره پوځي مرستې وکړي. جوبایډن پر کانګرېس غږ کړی چې ژر تر ژره دې اسراییلو ته مرستې تصویب کړي.
داسې ویل کیږي چې امریکا دې تل ابیب دغه سناریو ته هڅولی وي، بل پیغام پر تل ابیب د واشنګټن فشار ښودل و چې په یوازې ځان له نورو سره د نظامي برخورد وس نه لري. داسې اټکل کیږي چې اسراییل به د امریکا او نورو همکارو هیوادونو په مټ پر ایران برید وکړي، د جګړې سیمه به تغیره او اسراییلو ته به بیاځلې د کفري هیوادونو مرستې څو چنده شي.