ډېر لوستل شوي

د کډوالو چارو عالي کمېشنر او د «UNDP» رییس کابل ته راغلي 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر «برهام صالح» او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې  (UNDP)رییس «الکساندر دي کرو» کابل ته راغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، مولوي عبدالرحمن راشد له راغلي پلاوي سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي. 

په خبرپاڼه کې د کډوالو چارو عالي کمېشنر په حواله ویل شوي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیون افغانان راستانه شوي چې دا په نړیواله کچه له لویو شمېرو ګڼل کېږي. نوموړي یو وار بیا له افغانانو څخه د ملاتړ ژمنه څرګنده کړې او په وینا یې چې خلکو ته به د کاري بوختیاوو زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه