د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د سیمهييز دفتر مشرې «حنان بلخي» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د ګېټس بنسټ رییس، د سعودي پاچا سلمان د بشري بنسټ مسوول، د يونسيف سيمهييز دفتر رييس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې د حنان بلخي له قوله راغلي چې پولیو یوه نړیواله اندېښنه ده او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د اسلامي امارت ملاتړ غوښتی دی.
بلخوا ښاغلي متقي د عامې روغتیا نظام د پیاوړتیا، سرطاني ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو جوړېدو، د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او د طبي پرسونل د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، ترڅو نړیوالې مرستې او روغتیايي خدمتونه په عادلانه او اغېزمن ډول تر اړمنو خلکو ورسول شي.

