ډېر لوستل شوي

حنفي: د اسلامي امارت په راتګ سره د پینځو زرو مېرمنو مېراثونه ورکړل شوي

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي له بهر مېشتو افغان سیاسي شخصیتونو او سوداګرو سره کتلي دي.
ښاغلي حنفي په دغه ناسته کې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره د مېرمنو حقونه خوندي شوي او اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي، چې حقونه یې تر پښو لاندې کړي.
شیخ محمد خالد حنفي زیاته کړې؛ امر بالمعروف وزارت تېرو دریو کلونو کې د پینځه زره مېرمنو د میراث حق د اخیستلو او دوی ته د سپارلو سربېره په بشپړه توګه بدو کې د مېرمنو د ورکولو مخنیوی کړی.
ورته مهال یادو سیاسیونو او سوداګرو په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد ته په راتګ سره یې د افغان مېرمنو د حقوقو په تړاو اندېښنې له منځه تللې او زیاته کړې یې ده، چې نړۍ کې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو خپرېدونکې ډنډورې بې بنسټه دي

اړوند خبرونه