د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو او ټپیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د خواخوږۍ دا پیغام د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن ماښام (پنجشنبه، وري ۳۰مه) په خپل اېکس خپور کړی دی.
اعلاميه کې په دغه هېواد کې د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله له پاکستاني حکومت او ولس سره خواخوږي څرګنده شوې ده.
باید وویل شي، چې په پاکستان کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او په ځیني ایالتونو کې بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.