ډېر لوستل شوي

کويټه کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۴ پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي

د بلوچستان د کویټې ښار اړوند هنه‌اوړک سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌وال برید له امله د یوه لوړپوړي پوځي افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

پاکستاني امنیتي چارواکو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د بریدګرو د موندلو لپاره یې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو د راپورونو له مخې، د کویټې په هنه‌اوړک سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) وسله‌وال فعال شتون لري.

اړوند خبرونه