د اسپانيا لومړی وزیر، «پېدرو سانچیز» د زرګونو ناقانونه کډوالو د ورننوتو له پېښې یوه ورځ وروسته، د شمالي افریقا په سیوټا سیمه کې له روان وضعیت څخه د لیدنې لپاره دې سیمې ته سفر کوي.
نيويارک ټايمز راپور ورکړی چې زرګونو کډوالو له مراکش څخه سیوټا ته د اوښتو هڅه کړې چې له امله یې اسپانیې پوځ سیمې ته استولی او د مادرید حکومت له جدي سیاسي فشار سره مخ شوی دی.
چارواکي وایي، د کډوالو د بېساري څپې له امله امنیتي تدابیر سخت شوي او حکومت د وضعیت د کنټرول لپاره بېړني اقدامات پیل کړي دي.

