ډېر لوستل شوي

بلوڅ بېلتون‌پالو په کويټه کې د پاکستان دوه پوستې نيولې

د بلوڅ بېلتون‌پالو خبر ورکړی چې ځواکونو یې د بلوچستان په مرکز کويټه ښار کې د پاکستان پوځ دوه پوستې نیولې دي.

د دې ډلې په وینا، په نښته کې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د دواړو پوستو وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات یې هم ترلاسه کړي دي.

دا خبر داسې مهال ورکړل شوی چې په وروستیو کې د یادې ډلې بریدونه د پاکستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه بلوچستان کې، زیات شوي او د خپل نفوذ د پراخېدو ادعا هم کوي. د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت یا پوځ تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دې ويلي.

اړوند خبرونه