ډېر لوستل شوي

د ټرمپ بانکي حسابونه ولې وتړل شول؟

د امریکا د کپیټل ون بانک وايي، د ډونالډ ټرمپ د کورنۍ اړوند «ټرمپ سازمان» بانکي حسابونه یې څو کاله وړاندې د پیسو مینځلو پر وړاندې د مبارزې د متخصصینو له ارزونې وروسته تړلي دي.

بانک دا څرګندونې د ټرمپ سازمان د هغې دعوې په ځواب کې کړې چې ګواکې د سیاسي یا مذهبي دلایلو له امله یې بانکي خدمتونه محدود شوي دي.

کپیټل ون په خپله دوسیه کې د ټرمپ سازمان د پیسو مینځلو په تور په مستقیم ډول نه دی تورن کړی، خو وايي، شته اسناد او د دعوه کوونکو خپلې ادعاوې ښيي چې د حسابونو د تړلو پرېکړه د پیسو مینځلو د مخنیوي اړوند دلایلو پر بنسټ شوې ده.

د کپیټل ون دغه څرګندونې د لومړي ځل لپاره دي چې یو بانک په رسمي ډول د ټرمپ د کورنۍ له سوداګریز سازمان سره د پیسو مینځلو د مخنیوي اندېښنې تړي.

کپیټل ون له محکمې غوښتي چې د ټرمپ سازمان دعوه رد کړي، خو تر اوسه د ټرمپ سازمان او کپیټل ون د دې موضوع په اړه د نورو څرګندونو غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.

اړوند خبرونه