د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره د یوه احتمالي توافق د چوکاټ پر سر تفاهم شوی او له همدې امله پر ایران پلان شوی پوځي برید درول شوی دی.
ټرمپ په «ټروت سوشال» ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې امریکا چمتو وه پر ایران داسې بریدونه وکړي چې د ده په وینا، شدت به یې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې بېساری وای، خو دغه عملیات د ایران او د یو شمېر نورو هېوادونو په غوښتنه ځنډول شوي دي.
هغه ادعا کړې چې احتمالي توافق به د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستل کېدو او د ایران د اټومي ګواښ د پای ته رسېدو لامل شي.
تر اوسه ټرمپ د احتمالي توافق د جزیاتو، د عملي کېدو د وخت او د ښکېلو لوریو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. ایراني چارواکو هم تر دې دمه د نوموړي څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او د سیمې د امنیت او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.

