په جنوبي امریکا کې د پیرو هېواد په نازکا ښار کې د سیاحتي الوتکې د غورځېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د یاد هېواد د پولیسو په وینا، دا کوچنۍ الوتکه چې د نازکا کرښو د لیدنې لپاره یې سیاحتي الوتنه کوله، تېره ورځ د نازکا ښار ته نږدې د «پوبلو ویخو» په سیمه کې لوېدلې ده.
چارواکي وایي، الوتکې د سیمې له نږدې ښار پیسکو څخه شاوخوا د غرمې یوه بجه الوتنه کړې وه او څو دقیقې وروسته یې له هوايي ترافیکي کنټرول سره اړیکه پرې شوې ده. الوتکه شاوخوا شل دقیقې وروسته، د نازکا له ښار څخه نږدې شپږ کیلومتره واټن کې غورځېدلې.
د مسوولینو په وینا، په دې پېښه کې ۱۱ مسافر او دوه د الوتکې عمله وژل شوي دي. وژل شویو مسافرو کې اووه ایټالویان، دوه جرمنان چې ویل کېږي د یوې جوړې په توګه یې سفر کاوه او دوه اسپانوي اتباع شامل دي.
د الوتکې پیلوټ او مرستیال پیلوټ «امریکو سالازار کویار» او «ایرینکا دل کارپیو» بلل شوي دي.
نازکا کرښې د پیرو له مهمو تاریخي او سیاحتي ځایونو څخه دي او د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې هم شاملې دي.

