د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، له عمان سره د نوي سمندري خوندي مسیر د جوړولو په اړه د تهران هوکړه د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو یا تړل کېدو پورې هېڅ تړاو نهلري.
فارس خبري اژانس د بقايي له قوله ویلي، د هرمز تنګي او د یوه خوندي سمندري مسیر د رامنځته کولو په اړه د ایران او عمان خبرې له څه مودې راهیسې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې چې ایران او عمان د دوو ساحلي هېوادونو په توګه، د خپلو ګډو مسوولیتونو پر بنسټ د سمندري مسیرونو د مدیریت او امنیت په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د ایران او عمان ترمنځ دغه تفاهم د هرمز تنګي د وضعیت له بدلون سره تړاو نهلري او دغه تنګی به نور د تېر په څېر وضعیت ته ونه ګرځي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه، ایران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو وړاندیز کړی او له همدې امله امریکا پر ایران خپل پلان شوي بریدونه درولي دي.

