ډېر لوستل شوي

د سوات په چاودنه کې د وژل شويو پاکستاني پوليسو شمېر ۱۴ ته ورسېد

د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ په کبل سیمه کې د یوه پولیس مرکز ته څېرمه د یکشنبې په ورځې چاودنه کې د وژل شويو پاکستاني پوليسو شمېر ۱۴ او د ټپيانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

رويټرز د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله ويلي، د پېښې پر مهال په سیمه کې د پولیسو په ملاتړ د ځايي اوسېدونکو یوه غونډه هم روانه وه، خو لا څرګنده نه ده، چې دغه غونډه د برید اصلي هدف وه که نه.

د تحریک طالبان پاکستان  (TTP) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برید مسوولیت منلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پېښې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

دا په داسې مهال ده چې د پاکستان حکومت د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلی او په دې وروستيو نښتو کې د پاکستان ډېری نظاميان په نښه شوي دي.

اړوند خبرونه