ډېر لوستل شوي

د فلیپین په سوېل کې ۶.۳ درجې زلزله شوې؛ ځايي اوسېدونکې يې وارخطا کړي

د امریکا د جیولوژۍ ادارې (USGS) ویلي چې د فلیپین په سوېل کې د سارانګاني ټاپو ته نږدې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزله شوې ده.

د راپور له مخې، زلزله د سارانګاني ټاپو له سوېل لوېدیځ څخه شاوخوا ۳۲ کیلومتره لرې او د ۶۲ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې، خو د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی.

ځايي چارواکي وایي، د زلزلې پر مهال ګڼ خلک د حکومتي مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو چې د سختو لړزو له امله وارخطا شوي، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

اړوند خبرونه