ډېر لوستل شوي

پر کې‌يف د روسیې بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د امريکا «سي‌اېن‌اېن» خبري شبکې د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې په حواله راپور ورکړی چې د روسیې نن سهار د اوکراین پر پلازمېنه کې‌يف او شاوخوا سیمو پراخ بریدونه کړي دي.

په راپور کې راغلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي، د بریدونو له امله ګڼې ودانۍ او ملکي سیمې هم زیانمنې شوې دي او د ژغورنو ډلو د زیانمنو سیمو د پلټنې او مرستې عملیات روان ساتلي دي.

روسیه او اوکراین له ۲۰۲۲ کال راهیسې په جګړه کې ښکېل دي او په دې لړ کې کې‌يف او د اوکراین نور ښارونه څو ځله د روسیې د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

اړوند خبرونه