په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت شارژدافیر مولوي نور احمد نور د اسد ۲۴مې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسي باور، اقتصادي مشارکت او دوامدار تعامل پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
ښاغلي نور ویلي، د کابل او نوي ډیلي اړیکو د متقابل درناوي، سیاسي تعامل او ګډو ګټو پر بنسټ د پام وړ پرمختګ کړی او د دغو اړیکو لا پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو ګډو ګټو ته زمینه برابره کړي.
نوموړي د افغانستان او هند ګډ فرهنګي میراث ته په اشارې ویلي، د افغان پوهانو، شاعرانو او صوفیانو اغېز د ډیلي او لاهور په څېر ښارونو کې تر اوسه لیدل کېږي.
هغه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه نوي فصل پیل بللی دی.

