ډېر لوستل شوي

ټرمپ پر ایران کرښه راکاږي؛ “اټومي وسله به هېڅکله ونه‌لرئ”

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ښايي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د نوموړي په وینا، تهران به هغه ډول هوکړه ونه مني چې واشنګټن یې اړینه بولي.

ټرمپ ټینګار کړی، د امریکا اساسي هدف دا دی چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه‌کړي او وایي: “ایران باید اټومي وسله ونه‌لري او دوی به اټومي وسله ونه‌لري.”

نوموړي د امریکا د B-2 بم‌غورځونکو الوتکو پخوانیو بریدونو ته په اشاره ویلي، که ایران بیا د اټومي وسلې د جوړولو هڅه وکړي، د هغه په باور، د دې کار لپاره به ډېر وخت ته اړتیا ولري.

اړوند خبرونه