ډېر لوستل شوي

امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه له ۱۱ ورځو ۵ ورځو ته راکموي

امریکا او سوېلي کوریا پرېکړه کړې چې خپل کلني ګډ پوځي تمرینونه له ۱۱ ورځو څخه ۵ ورځو ته راکم کړي او د تمرینونو ځینې ساحوي روزنې هم محدودې کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوېلي کوریا له پوځ سره په ګډو پوځي تمرینونو کې د امریکا د ګډون د پام وړ کمولو امر وکړ.

د امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه هر کال د شمالي کوریا د احتمالي برید پر وړاندې د دواړو هېوادونو د چمتووالي د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.

ټرمپ د دغو تمرینونو د کمولو پرېکړه داسې مهال کړې چې له شمالي کوریا سره د اړیکو د بیا رغولو هڅې هم مطرح دي.

اړوند خبرونه