ډېر لوستل شوي

مسکو کې د ا.ا د بیا بریا پنځمه کالیزه نمانځل شوې

په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د اسلامي امارت د پنځمې کالیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د امنیت، ثبات، اقتصادي پرمختګ او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي حسن زیاته کړه چې د عصري زده کړو، د کارموندنې او د اقتصادي پروژو د پلي کولو په برخو کې هم اقدامات شوي دي او افغانستان د متقابل درناوي پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره مثبتې او دوامداره اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت سفیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات نه یوازې د خپل هېواد لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره هم مهم دی او د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا یې هم ټینګار کړی.

اړوند خبرونه