ډېر لوستل شوي

د ترکیې عدلیې وزیر: انټرپول ته مو د نتنیاهو د نیولو غوښتنه سپارلې

د ترکیې د عدلیې وزیر اَکین ګورلک وايي، انټرپول پولیسو ته مو غوښتنه سپارلې چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ونیسي.

ګورلک ویلي، دا غوښتنه د غزې پر لور د بشري مرستو د «ګلوبل صمود فلوټیلا» پر فعالانو د اسراییلي ځواکونو د برید او د هغوی د نیولو په تړاو د ترکیې د روانې قضايي دوسیې په چوکاټ کې شوې ده.

د ترکیې عدلیې وزارت په دې قضیه کې د نتنیاهو او یو بل اسراییلي چارواکي پر وړاندې د نیولو حکمونه صادر شوي او پرې د نسل‌وژنې، بشریت ضد جرمونو او شکنجې په ګډون د جدي جرمونو تورونه لګېدلي دي.

د ترکیې عدلیې وزیر ویلي چې هېواد یې غواړي د غزې په تړاو د ادعا شویو جرمونو د مسوولینو د حساب ورکولو لپاره له ټولو قانوني لارو کار واخلي.

اړوند خبرونه