د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، د امریکا نوي بندیزونه یوازې اقتصادي جګړه نه، بلکې پر ټولو هېوادونو د جګړې اعلان دی.
بقایي ویلي، واشنګټن هڅه کوي پر خپلواکو هېوادونو خپل حاکمیت وتپي، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، هېڅ هېواد حق نه لري چې د بل هېواد بانکونه، شرکتونه یا هوايي ډګرونه له درېیمو هېوادونو سره له قانوني سوداګرۍ منع کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا ثانوي بندیزونه له قانوني بنسټ پرته بللي او ویلي یې دي چې دا اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د هېوادونو د حاکمیت د برابرۍ له اصل سره په ټکر کې دي.
بقایي خبرداری ورکړی چې د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ د سمندري کلابندۍ، د هېوادونو ملي حاکمیت کمزوري کولی شي او نړۍ د استعمار د بېرته راګرځېدو پر لور بیولی شي.
د ایران او امریکا ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې د بندیزونو او فشارونو پر سر اختلافات روان دي.
تهران د واشنګټن ثانوي بندیزونه د نورو هېوادونو په سوداګریزو اړیکو کې لاسوهنه بولي، خو امریکا یې د ایران د فشار لپاره مهمه وسیله ګڼي.

