د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسراییلو د پلازمېنې دمشق لویدیځ ته د بیت جن سیمې ته څېرمه پر یوه ملکي موټر د بېپیلوټه الوتکې برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه یو کس ټپي شوی دی.
د سوریې حکومت دغه برید د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې د دې ډول اقداماتو د پایلو مسوولیت د اسراییلو پر غاړه دی.
بلخوا، د اسراییلو پوځ ویلي چې په سویلي سوریه کې یې هغه کس په نښه کړی چې د اسراییلي سرتېرو پر وړاندې یې د سملاسي ګواښ وړ فعالیت درلود.
دا برید داسې مهال کېږي چې د سوریې او اسراییلو ترمنځ کړکېچ په وروستیو ورځو کې زیات شوی او اسراییلو د روانې اګسټ میاشت په ۱۸مه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ابوظهور هوايي اډه هم په نښه کړې وه.

